زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د محصلانو د خدماتو او انسجام مرکز پیژندنه


: پېژندنه

د ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو د خدماتو او انسجام مرکز آمريت د محصلانو چارو معاونیت په چوکاټ کي په ۱۳۹۹ لمریز کال کي خپل فعالیت پیل کړ، چي د محصلانو لپاره په مختلفو برخو کي علمي او اکاډميک خدمات او سهولتونو وړاندي کوي تر څو د کاري او اداري مهارتونو په برخه کي د محصلانو ظرفیت لوړکړي، د محصلانو د خدماتو او انسجام مرکز محصلانو ته د مسلکي او حرفه ای خدمتونو زمینه برابروي چي د درسونو تر څنګ د عملي زده کړو په موخه د Internship, career fair, job fair پروګرامونو له لاري محصلان خصوصي او دولتي ادارو ته د کار لپاره معرفي کړي، او همدارنګه د محصلانو د ستونزو د حل په موخه هغوی ته په مختلفو برخو کي د مشورو ټېمونه لري چي ټولو محصلينو مسلکي او تخصصي مشورې ورکوي

لیرلید

ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو د خدماتو او انسجام مرکز د برحاله محصلینو او فارغانو لپاره په مختلفو برخو کي علمي او اکاډميک خدمات وړاندي کوي تر څو محصلين وکولای سي په ارامه فضاء کي زده کړي وکي او تر فارغه کېدو ورسته ټولني د خدمت کولو باعث وګرځي

رسالت

ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو د خدماتو او انسجام مرکز هڅه کوي تر څو د کاري او اداري مهارتونو په برخه کي د محصلانو ظرفیت لوړکړي او هغوئ ته د مسلکي او حرفه اي خدمتونو زمینه برابره کړي تر څو محصلين د څیړني، اداري مهارتونو، مطالعي او زده کړي اړوند مهارتونو په درلودلو سره په دولتي او خصوصي سکتورونو کي په عملي ډول کار وکولای سي

: عمده فعاليتونه او موخي

  • په ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو کي د ګدون په موخه د رضاکارو محصلانو ګروپونه جوړول او د هغوۍ مدیریت او نظارت کول
  • جدیدالشمول محصلانو د اکاډمیک او علمي ژوند، پوهنتون،چاپیریال، کتابتون، لابراتوار او تحصیلي مقرراتو سره آشنا کول
  • محصلانو ته د څیړني، اداري مهارتونو، مطالعي او زده کړي اړوند مهارتونو د ښودني په موخه د علمي مشورو کمېته جوړول
  • د خلاق، مبتکر او څیړونکو محصلانو د پیژندني په برخه کي بیلا بیل پروګرامونه جوړول او هغوی د تشویق له پاره د پوهنتون ریاست ته معرفي کول
  • د خلاق، مبتکر او څیړونکو محصلانو د پیژندني په برخه کي بیلا بیل پروګرامونه جوړول او هغوی د تشویق له پاره د پوهنتون ریاست ته معرفي کول
  • د خلاق، مبتکر او څیړونکو محصلانو د پیژندني په برخه کي بیلا بیل پروګرامونه جوړول او هغوی د تشویق له پاره د پوهنتون ریاست ته معرفي کول
  • د محصلانو د فزیکي او رواني روغتیا په موخه د روغیتا او ورزش کمېټې جوړول
  • د شخړو د هوارۍ په موخه د نظم و ډسپلین کمېټې ته راپور ورکول
  • د درسونو تر څنګ د عملي زده کړو په موخه د Internship, career fair, job fair پروګرامونو له لاري محصلان خصوصي او دولتي ادارو ته د کار لپاره د معرفي کولو زمينه برابرول
  • :۱۰

    د برحاله محصلینو ټولنه جوړول
  • :۱۱

    محصلانو ته د ښه خدماتو وړاندي کولو په موخه د فوتو سټیټ،کانتن، پارکینګ او ټرانسپورټ په برخه کي کار کول
  • :۱۲

    د محصلانو د ستونزو د حل په موخه هغوی ته په مختلفو برخو کي د مشورو ټیمونه جوړول او د هغوی مدیریت کول