زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګي پيژندنه او مرامنامه


د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي سیاسي علوم او نړۍ والي اړیکي څانګه په ۱۳۹۱ل. کال کي د پوهنځي له ایجاد سره سمه د لوړو زده کړو وزارت (۸۹) (۱۳۹۱/۱/۲۸) حکم پر اساس د کندهار ولایت ۱۱ مه ناحیې عینو مېني ښارګوټي کي خپل فعالیت پیل کړ. په کال ۱۳۹۹ ل. کي د لوړو زده کړو وزرات نوي نصاب له مخي د دې څانګي نوم له اداره او ډیپلوماسي څخه په سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو بدل سو

سیاسي علوم او نړۍ والي اړیکي د ورځي په جریان کي په دوو وختونو (سهار او ماځیګر) کي تدریسېږي چي تر اوسه یې یوولس دورې فارغان ورکړي دي؛ د فارغانو له ډلي څخه «۲۴۲» تنه نارینه او «۸» تني ښځینه دي او د برحاله محصلانو شمېر یې تر ۲۵۰ کسانو ډېر دئ

سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو څانګه پلان لري چي د محصلانو او استادانو له پاره د مالي سرچینو په مرسته څېړنو ته زمینه برابره کړي، له دولتي او خصوصي سکتورونو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي، په ټولنه کي علمي فعالیتونه ډېر کړي او د عملي کارونو برخي ته پراختیا ورکړي

د سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو څانګه ټوله دوره څلور کاله (اته سمسټرونه) ده. ورځنی تدريس یې درې ساعته دئ، هر ساعت یې ۵۰ دقیقي دئ چي مضامین او کریډټونه یې په دې ترتیب دي

لیرلید

سیاسي علوم او نړۍ والو اړیکو څانګه به په ملي کچه د معیاري تدریس، کره څېړنو، مسلکي ډیپلوماټانو، سیاستپوهانو او رهبرانو وړاندي کوونکي وي

رسالت

سیاسي علوم او نړۍ والو اړیکو څانګه د نوي ټکنالوژۍ، اغېزناکو ښوونيزو مېتودونو او مسلکي بشري قوې په مرسته د تدریس معیاري کولو، کره څېړنو کولو، علمي چاپېریال رامنځ ته کولو او د محصلانو ظرفیت لوړولو په موخه هڅه کوي

ارزښتونه

  • شفافیت، مسئولیت او حساب ورکولو ته وده ورکول
  • صداقت، عدالت او مساوات ترویجول
  • متقابل احترام پیاوړی کول
  • د افکارو څرګندوني ته وده ورکول
  • د سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو څانګي لا غني کولو په موخه له کورنيو او باندنيو بنسټونو سره ښې اړیکي ساتل
  • په تصامیمو کي د کارکوونکو فعاله ونډه اخیستل او تشويقول
  • له پوهنځي او مؤسسې سره په همږغۍ د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو څانګي ستراتېژیک پلان تعقیبول
  • د سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو څانګي اصول او قوانین مراعتول
  • د ملالۍ تحصيلي مؤسسې او لوړو زده کړو وزارت ټولو قوانینو ته درناوی کول
  • د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اساسي قانون ته ژمنتیا او درناوی

ستراتيژيکي موخي

د سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو څانګي فارعان به تر فراغت وروسته لاندي وړتیاوي ومومي

  • . د سیمي، هیواد او نړۍ په کچه د مسایلو تجزیه کولو او تحلیلولو وړتیا لرل
  • . په سیاست، مذاکراتو مدیریتولو، سولي راوستلو، بحرانونو مدیریتولو او شخړو حلولو کي وړتیا لرل
  • په بېلابېلو ارګانونو ، ټولنو، داسي دولتي او غیر دولتي مؤسساتو کي چي سیاسي پوهي ته پکښي اړتیا لیدل کېږي د دندي تر سره کولو وړتیا لرل
  • د سیاسي کړنو، فعالیتونو، حرکتونو او سیاسي جوړښتونو درک کولو او سیاسي بصیرت وړتیا لرل
  • پر مسلکي انتقاد او کنجکاوي سر بېره د زده کړه ییزو او څېړنیزو فعالیتونو تر سره کولو وړتیا لرل
  • د ماسټرۍ او دکتورا وړتیا لرل
  • د نورو له پاره ځان مثال ګرځول، په مسلک کي امانتداري، نورو ته د پوهي لېږد او د ټولنيز پرمختګ له پاره له خپلي پوهي او سیاسي زده کړو څخه مؤثره ګټه اخیستل