زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

حقوق پوهنځی




حقوق او سیاسي علومو پوهنځی په ۱۳۹۱ ل. کال کي د لوړو زده کړو وزارت (۸۹) (۱۳۹۱/۱/۲۸) حکم پر بنسټ د کندهار ولایت ۱۱ مه ناحیې عینو مېني په ښارګوټي کي فعالیت پیل کړ. په پیل کي یې دوې فارغ ورکوونکي (قضاء او څارنوالي او اداره او دیپلوماسي) څانګي او اته استادان لرل. په کال ۱۳۹۹ ل. کي یې د لوړو زده کړو وزرات نوي نصاب له مخي د څانګو نومونه په حقوق، سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو بدل سول

حقوق او سیاسي علومو پوهنځی د ورځي په دوو وختونو (سهار او ماځیګر ) کي تدریسېږي چي تر اوسه یې له دواړو څانګو څخه یوولس دورې فارغان ورکړي دي؛ د فارغانو له ډلي څخه «۳۷۷» تنه نارینه او «۱۴» تنې ښځینه دي او د برحاله محصلانو شمېر یې تر ۶۰۰ کسانو ډېر دئ

حقوق او سیاسي علومو پوهنځی پلان لري چي محصلانو او استادانو ته د مالي سرچینو په مرسته د څېړنو زمینه برابره کړي، له دولتي او خصوصي سکتورونو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي، د حقوقي کلینیک فعالیتونه پراخ کړي او د عملي کارونو زمینه مساعده کړي

لیرلید

د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې حقوق او سیاسي علومو پوهنځی به په ملي اونړۍواله کچه په اړوند څانګو کي د معیاري تدریس، څېړني او مسلکي کادرونو وړاندي کوونکې وي

رسالت

د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې حقوق او سیاسي علومو پوهنځی د مسلکي بشري قوې او امکاناتو په مټ د معیاري تدریس، څېړني او معیاري خدماتو په مرسته د محصلانو اکاډمیک ظرفیت لوړولو په موخه هڅي کوي

موخي

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته احترام
  • د ملي یووالي روحیې تقویت او د سیاسي ثبات تینګښت
  • انساني کرامت ته احترام، د عدالت تعمیم، مساوات او قانونیت
  • د ټولني، کار او بازار له اړتیا سره سم معیاري او باکیفیته حقوقي او سیاسي لوړي زده کړي
  • د قانونیت او مسئولیت منلو اصل
  • مؤثره، سالمه او مثمره اداره

ستراتيژيکي موخي

د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي فارغان به لاندي مهارتونه ولري

  • . په قضائيه قوه، څارنوالي، دفاع وکالت، ملکي خدماتو اداره او خارجي سياست کي به دنده تر سره کړای سي
  • . د سیمي، هیواد او نړۍ په کچه به مسایل تجزیه او تحلیل کړای سي
  • . له دولتي او خصوصي شرکتونو او نهادونو سره به د حقوقي مشاور په صفت دنده تر سره کړای سي
  • . په بېلابېلو ارګانونو، ټولنو، دولتي او غیر دولتي مؤسساتو کي به دنده اجراء کړای سي
  • په بیمه شرکت او تجارتي بانکونو کي د حقوقي کارپوهانو او مشاورونو په صفت به دنده تر سره کړای سي
  • . سیاسي کړني، فعالیتونه، حرکتونه او سیاسي جوړښتونه به درک کړای سي او سیاسي بصیرت به ولري
  • . د ماسټرۍ او دکتورا په برخو کي به لوړي زده کړي وکړای سي
  • د نورو له پاره به مثال ګرځېدلی وي، په مسلک کي به امانتدار وي، نورو ته به ښوونه وکولای سي او د ټولني پرمختګ له پاره به له خپلي پوهي او سیاسي زده کړي څخه مؤثره ګټه واخیستلای سي