زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د مؤسسې د رئیس پیغام


عاعوذبالله من الشیطن الرجیم

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ


اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5). (سورة القلم.)

پوهنتونونه او لوړو زده کړو مؤسسات د ټولني د پرمختګ بنسټونه دي، ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسه چي په ۱۳۹۱ ل. کال کي د کندهار ولایت عینو مېني په ښار ګوټي کي تأسیس سوې ده تل یې هڅه کړي ده چي د خپلو علمي پروګرامونو (طب، حقوق، سیاسي علوم او نړۍوالي اړیکي) په مرسته ټولنه د پرمختګ په لور سوق کړي

ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسه د غوره اکاډمیک چاپېریال رامنځ ته کولو په موخه ۳۳ جریمه ځمکه د خپل کمپس له پاره ځانګړي کړي ده، د غوره تدریس له پاره یې د ټولني تکړه استادان ګمارلي او د اداري چارو د پرمختګ له پاره مسلکي او ماهره بشري قوه لري. له دې هاخوا ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسه هغه ځلانده نوم دئ چي سل ګونه نوموتي کادرونه یې ټولني ته د خدمت له پاره وړاندي کړي دي او لا هم دا لاره تعقیبوي

ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسه د کیفیت تضمین دوهم پړاو په لوړو نمرو بشپړ کړی دئ او اوس مهال درېیم پړاو ته پوره چمتو والی لري. د دې ترڅنګ یې څلور لابراتوارونه (فزیک، کیمیا/بیوشیمي، اناټومي، مایکروبیولوژي)، عاجل اطاق، درملتون، مناظرې کلب، حقوقي کلینیک، تمثیلي محکمه، مجهز هارډ او سافټ کتابتون، کمپیوټر لب، ژبو مرکز، محصلانو انسجام او خدماتو مرکز، څېړنیز مرکز، مسلکي پرمختیايي مرکز، د لوبو میدانونه، کفتریا، کانتین، کاپي او مجهز ترانسپورت د خپلو محصلانو د ښه خدمت کولو له پاره چمتو کړي دي

زه د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې په مشرۍ ډاډ درکوم چي تاسو به دلته په ښه کیفیت علم زده کوئ، څېړني به کوئ، بېلابېل مهارتونه به زده کوئ او د ټولني د پرمختګ او هوسایني لامل به کېږئ؛ ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسه به ستاسو علمي کور وي

په درنښت

عبدالرحمن سعید

د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال او سرپرست رئیس