-
: عريضه
د دوولسم ټولګي څخه فارغ شخص د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې محصلانو مديريت ته مراجعه کوي، په عریضه کي خپل شهرت لیکي او عمومي رئيس ته یې وړاندي کوي. د مؤسسې رئيس د عارض شخص عريضه د محصلانو چارو مديريت ته راجع کوي او د محصلانو چارو مدير همدي کس ته یو جلا دوسیه جوړوي
-
: درې کلني نمرې
که نوموړي شخص درې کلني (لسم، يوولسم او دوولسم ټولګي) نمرې او تصديق پاڼه نه لره، نو د محصلانوچارو مدير د درو کلونو نمرو فارمټ ورکوي، هغه شخص خپل اړوند ښوونځي ته ځي او تائيد سوي نمرې راوړي
-
: استعلام
د محصلانو چارو مدير د نوموړي شخص د فراغت ثبوت له پاره يو استعلام ور ليکي، دغه استعلام د مؤسسې رئيس تر لاسليک وروسته د نوموړي شخص په مرسته د پوهني رياست ته استول کېږي، تر څو د پوهني رياست د نوموړي شخص د فراغت تصديق وکړي
-
: صحت پاڼه
د روغتيا يوه پاڼه هم د مختلفو معائناتو له پاره کاندید محصل ته ورکول کېږي چي لاندي برخي لري
- الف: پر پاڼه باندي د محصل عکس نصبېږي
- باء: د محصلانو چارو مديريت له خوا ټاپه کېږي
- جيم: محصل ئې د معائناتو له پاره يوه روغتيايي مرکز ته وړي
- د: تر معائناتو وروسته ئې د روغتيايي مرکز رئيس تائيدوي او بيرته د محصلانو چارو مديريت ته سپارل کېږي
-
: د شخصي معلوماتو فورم
کاندید محصل ته د شخصي معلوماتو فورمه ورکول کېږي تر څو د محصل د تذکرې مشخصات او نور معلومات پکښي ولیکي او بیا یې محصل لاسلیکوي
-
: ژمن پاڼه
د ژمن پاڼي په نامه بله پاڼه ده چي محصل پکښي د ټولو اصولو، نافذه قوانينو، مقرراتو او لوائحو په وړاندي ژمنليک لاسلیکوي
-
: په ډيتابېس کي ثبت او د کانکور شموليت کارډ
د ذکر سوو پړاوونو تر طی کولو وروسته د عارض شخص نوم او مشخصات د مؤسسې په ډيټابېس کي ليکل کېږي او وروسته نوموړي شخص ته د کانکور شموليت کارډ ورکول کېږي
-
: په حاضري کي ثبتول
د محصلانو چارو مدیریت له خوا د بریالیو محصلانو لېست اړوند پوهنځي ته استول کېږي وروسته یې نومونه د پوهنځي تدریسي مدیریت له خوا په حاضریو کي لیکل کېږي
-
: واجد شرایط محصلان
په دولتي کانکورونو کي واجد شرایط محصلان د محصلانو چارو مدیریت ته مراجعه کوي او د یو ځانګړي فورم په ډکولو سره د پوهنځیو تدریسي مدیریتونو ته معرفي او په حاضریو کي يي نوم لیکل کېږي