د مسلکي پرمختیايي مرکز پيژندنه او مرامنامه
د ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې مسلکي پرمختیایي مرکز په (۱۳۹۷/۱۲/۲۷ ل.) نېټه پرانسیتل سوی دئ. د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې مسلکي پرمختیایي مرکز د استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو د ظرفیت لوړوني په موخه بېلابېل لنډ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونه دائروي. د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې مسلکي پرمختیایي مرکز نه یوازي د مؤسسې په کچه فعالیتونه کوي بلکي د ټولني، اداري شریکانو، سکتوري ادارو او تعلیمي مرکزونو د ظرفیت لوړاوي په موخه فعالیت کوي. د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې مسلکي پرمختیایي مرکز د لنډ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونو دائرولو له پاره د غونډو مناسب تالار لري چي د عملي کار(ګروپي کار) او نورو اړوند فعالیتونو له پاره سهولتونه پکښي برابر دي
ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسه له خپلو اداري شریکانو او نورو سکتوري ادارو سره د ګډي همکارۍ په موخه علمي تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي او د همدغو تفاهم لیکونو پر بنسټ د پروګرامونه تدریسي چاري په PDC مرکز کي مخته وړي. د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې مسلکي پرمختیایي مرکز د خپلو فعالیتونو د سمون په موخه مشورتي بورډ لري چي په یاد بورډ کي د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارمندان او لوړ رتبه استادان غړیتوب لري
لیرلید
د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې مسلکي پرمختيايي مرکز به د سيمي او هيواد په کچه د استادانو، اداري او تخنیکي کار کوونکو او محصلانو د علمي او مسلکي ظرفيت لوړوني مخکښ او معتبر مرکز وي
رسالت
په تخصصي او مسلکي برخو کي د استادانو، اداري او تخنيکي کارکوونکو او محصلانو اړتیاوي معلومول او له هغو سره سم د ظرفيت لوړوني په موخه د مسلکي اشخاصو په مټ بېلابېل لنډ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونو په لاره اچول تر څو ټولني ته مسلکي او وړ اشخاص وړاندي سي
بنسټیز ارزښتونه
- ملي او اسلامي ارزښتونو ته احترام
- متقابل احترام
- معلمي او مسلکي روزنه
ستراتېژيکي موخي
- په علمي، مسلکي او تخنيکي مهارتونو اشخاص سمبالول
- په تحصيلي برخه کي کيفيت لوړول
- په څېړنیزه برخه کي روزنیز پروګرامونه په لاره اچول
- ښې حکومتولۍ، رهبرۍ او اداري مهارتونو ته وده ورکول
- د سيمي او هيواد په کچه اعتبار خپلول
- د بېلابېلو روزنيزو پروګرامونو او ورکشاپونو له لاري عوايدو لاسته راوړل
- په ملي او نړۍ واله کچه له معتبرو پوهنتونونو او علمي کادرونو سره اړیکي جوړول
- د محصلانو اړتیاوي معلومول او روزنیز پروګرامونه په لاره اچول