زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

کتابتون او معلوماتي ټیکنالوژي




د محصلینو د مطالعي لپاره د کانګرس په سیسټم مجهز کتابتون چمتو سوی دئ، چي ترپنځه زره ډیر کتابتونه لري او په »۳۳ »ګروپونو ویشل سوي. په کتابتون کي تر شلو زرو ډیر سافټ کتابونه سته، همدارنګه د کتابتون کمپیوټر لېب د انرتنټ او سافت کتابونو د مطالعيلپاره جوړ سوی دئ. کتابتون کي »۳۰۰ »د کتابونو CD ګاينهم موجودي دي. د ښځینه محصلینو د مطالعي اطاق، د ګروپي مطالعي ځای او د کتابتون څېړنیز مرکز د کتابتون په جوړښت کي نوري برخي دي.

د هارډ کتابتونو د مطالعې سیستم

  • ملالۍ کتابتون د کانګرس پر سیتسم جوړ او ټول کتابونه یې د کانګرس کتابتون په څېر په ۳۴ برخو وېشل سوي دي. د هري برخي نوم او سر توری په نښه سوو پاڼو کي واضح لیکل سوي دي.
  • ملالۍ کتابتون کي په څلورو ژبو پنځه زره (۵۰۰۰) ټوکه کتابونه شتون لري.
  • محصل کولای سي له هارډ کتاب څخه په کتابتون کي استفاده وکړي یا یې د یوې اونۍ له پاره په امانت یوسي.
  • د مطالعه کوونکو د ثبت له پاره دوه ډوله کتابونه سته؛ یو د هغو مطالعه کوونکو له پاره دئ چي په کتابتون کي داخل مطالعه کوي او بل د هغو له پاره دئ چي کتابونه په امانت وړي.
  • د کتاب وړلو له پاره هر محصل باید د کتابتون کارډ ولري؛ د کارډ نه لرلو په صورت کي کتاب په امانت نه سي وړلای.
  • د کتاب ورک کولو په صورت کي باید د هغه په عوض بل کتاب راوړل سي یا یې قیمت مالي او اداري معاونیت ته ورکول سي.
  • کتاب که خراب سوی وي باید بیرته سم سي یا یې په بدل کي بل یو راوړل سي.
  • محصل کولای سي پر یوه وخت یوازي یو کتاب په امانت واخلي.
  • د کتاب ځنډولو په صورت کي محصل ته تر یوه سمستره پوري بل کتاب نه ورکول کېږي.