زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د څېړنیز مرکز پېژندنه او مرامنامه


ملالۍ څېړنيز مرکز د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې په تشکيل کي د علمي چارو معاونيت تر مديريت او څارني لاندي په ۱۳۹۷هـ ل کال کي جوړ سو او په فعاليت یې پيل وکړ. یاد مرکز يو آمر او د پوهنتون په کچه د څېړنو سمبالولو يوه کمېټه لري چي د هر پوهنځي استادان پکښي غړیتوب لري او هره منظمي غونډي دایروي. د دې ترڅنګ په دواړو پوهنځيو کي د څېړني فرعي کميټې شتون لري

لیرلید

د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې څېړنيز مرکز به په ملي او نړۍ واله کچه د روغتيايي او ټولنيزو څېړنو په برخه کي پېژندل سوی مرکز وي

رسالت

د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې څېړنيز مرکز د علمي کادرونو، محصلانو او نورو همکارانو په مرسته په ملي کچه روغتيايي او ټولنيزي ستونزي څېړي او حل لاري ورته پیدا کوي

ارزښتونه

  • اسلامي، ملي او اخلاقي ارزښتونو ته درناوی
  • د پوهي او مهارتونو شريکول
  • نوښت او هڅونه
  • همکاري او ګډ کار


ستراتيژيکي موخي

  • د څېړنيزو فعاليتونو انسجام، لارښوونه او هڅونه
  • د څېړني په برخه کي د استادانو او محصلانو ظرفيت لوړونه او عامه پوهاوی رامنځ ته کول
  • په ټولنه کي د روغتيايي او ټولنيزو څېړنو په مرسته ستونزي درک کول او حل لاري ورته پيدا کول