زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د حقوقو څانګي فارغ التحصيل تعریف


د ملالۍ لوړو زدکړو مؤسسې حقوق او سیاسي علومو پوهنځي حقوق څانګه د مسلکي او تخصصي کادرونو روزلو په منظور (په قضاء، څارنوالي، ملکي خدماتو ادارې، بهرني سياست دستګاه، دولتي او خصوصي نهادونو مشاورت، حقوق او سیاسي علومو د استاد په حیث، مدافع وکالت، د اسنادو ثبت ادارې، بانک، تجارت او بیمې په برخو کي) ایجاد سوې ده. د حقوق څانګي فارغ التحصیل شخص چي څلور کاله يا اته سمستره دوره یا (۱۵۸) کریډیټونه یې پوره کړي وي د پوهي، مهارتونو او سلوک په برخه کي یې لاندي شرایط بشپړ کړي وي

د پوهي په برخه کي

د حقوقو څانګي فارغ التحصیل د لېسانس په کچه باید پر حقوقو، جزا حقوقو، جرم پېژندني، مجرم پېژندني، مال، ملکیت، فردي حقوقو، نړۍ والو حقوقو او نورو اړوند موضوعاتو حاکمیت ولري. همدا راز د مدني او جزايي دعوې له پروسيجر، د عدالت له تطبیق او د قانون له حاکميت، تحليل، ليکني، د خبرو هنر، استدلال، ادارې، مدیریت، دفاع وکالت ... سره اشنايي ولري

د مهارتونو په برخه کي

د حقوقو څانګي فارغ التحصيل باید لږ تر لږه په یوه نړۍ واله ژبه وپوهېږي، اغېزناک مدیریت وکولای سي، کمپیوټر استفاده کړای سي، علمي پروګرامونه دائر کړای سي

د سلوکو په برخه کي

د حقوقو څانګي فارغ التحصيل باید د اړوند تخصصي مضامینو او مسلکي مضامینو په هکله وپوهېږي، د افغانستان نافذه قوانینو ته احترام ولري، اکاډمیک اخلاق عملي کړي، وطن دوست وي، اسلامي ارزښتونو ته ژمن وي، تبعیض او تعصب و نه کړي

د حقوقو څانګي فارغ التحصيل پورته تعریف د حقوقو څانګي (۹)ګڼه پروتوکول غونډه کي په ۱۳۹۹/۱/۱۷ نېټه تائيد سو او د حقوق او سياسي علومو پوهنځي علمي شور (۱) پروتوکول غونډه کي په ۱۳۹۹/۱/۲۸ هـ ش نېټه او د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې علمي شورا (۱) ګڼه پروتوکول غونډه کي په ۱۳۹۹/۱/۲۹ نېټه تائيد سوی دئ