زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د طب پوهنځي څانګي


پاراکلینیک څانګه

پاراکلینیک څانګه لومړي شپږ سمستره په بر کي نیسي چي د مسلک اړوند تقویتي او اساسي مضامین پکښي تدریسېږي. دا څانګه څلور دایمي استادان او نور بالمقطع استادان لري چي تر اوسه یې فارغان ورکړي نه دي

لېر لید

د پاراکلینیک څانګي محصلان به د پاراکلینیک مضامینو په زده کولو کلینیکي مضامینو زده کولو ته چمتو سي

رسالت

د محصلانو له پاره روزنیز پروګرامونه ترتیبول او داسي شرایط برابرول چي دوی د پاراکلینیک څانګي د اساساتو په تړاو پوره پوهاوی تر لاسه کړای سي، له عملي کارونو سره بلد سي او د نړۍ والو ننګونو په وړاندي مبارزه وکړای سي

کلینیک څانګه

کلینیک څانګه له اووم څخه تر څوارلسم پوري سمسټرونه په بر کي نیسي چي د مسلک اړوند تخصصي مضامین پکښي تدریسېږي او د تحصیل ډېره برخه یې په کلینیک کي له عملي کار سره تړلې ده. دا څانګه څلور دایمي او نور بالمقطع استادان لري او تر اوسه یې فارغان ورکړي نه دي

لېر لید

طب پوهنځي کلینک څانګه به د هیواد په کچه محصلان او استادان په علمي او مسلکي مهارتونو سمبال کړي

رسالت

کلینک څانګه په علمي او مسلکي توګه محصلان او علمي کادرونه د عصري زده کړییزو سرچینو په استفاده روزي تر څو په ټولنه کي د ناروغیو تشخیص او تداوي وکړای سي