زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د حقوقي کلینیک پېژندنه او مرامنامه


ملالۍ حقوقي کلينيک په ۱۳۹۸ هـ ل کال جوړ او په فعاليت يې پیل وکړ. یاد کلينيک د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي حقوقو څانګي محصلانو ته په حقوقي برخه کي عملي او مسلکي زده کړي ورکوي؛ د دې تر څنګ بېوزلو او غريبو اشخاصو ته حقوقي مشورې ورکوي، فاميلي او جزايي قضيې یې په محاکمو کي په وړيا ډول مخ ته وړي

لیرلید

د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې حقوقي کلينيک به د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلان په حقوقي برخه کي په نظري او عملي زده کړو سمبال کړي وي او تر څنګ به يې غریبو او بېوزلو اشخاصو ته په حقوقي برخه کي وړيا خدمات عرضه کړي وي

رسالت

ملالۍ حقوقي کلینیک محصلان په نظري او عملي حقوقي برخو کي روزي او همدا راز غريبو او بېورلو اشخاصو ته په وړيا ډول حقوقي خدمات (حقوقي مشورې او وکالت) وړاندي کوي

بنسټیز ارزښتونه

  • اسلامي، ملي او اخلاقي ارزښتونه ته درناوی
  • مسلکيتوب
  • د غريبو او بېورلو اشخاصو لاس نيوی
  • ټولنيز مسؤليتونه پلي کول
  • حقوقي خدمات

ستراتېژيکي موخي

  • د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي حقوقو څانکي محصلانو ته عملي زده کړي ورکول
  • د حقوقي کلينيک محصلانو ته تمثيلي محکمې جوړول او تمثيلي حقوقي مشورې ورکول
  • د حقوقي کلينيک په محصلانو حقوقي څېړني تر سره کول
  • د حقوقي کلينيک محصلانو ته زمینه برابرول تر څو له حقوقي بنسټونو څخه لیدنه وکړي
  • بېوزله او غريبو اشخاصو ته حقوقي خدمات (حقوقي مشورې او وکالت) وړاندي کول
  • د حقوقي کلينيک په محصلانو حقیقي دوسیې مخ ته وړل
  • د حقوقو څانګي محصلان په مسلکي ډول روزل