زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګي فارغ التحصيل تعریف


د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسه حقوق او سیاسي علومو پوهنځي سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو څانګه د مسلکي او تخصصي کادرونو روزلو په منظور رامنځ ته سوې ده. د دې څانګي فارغ التحصیل محصلان د سیمي، هیواد او نړۍ په کچه مسایل تجزیه کولای او تحلیلولای سي؛ همدا راز د سیاست پوهني، مذاکراتو مدیریت، سولي، بحران مدیریت او شخړو حلولو په برخه کي مهارت لري؛ په بېلابېلو ارګانونو، ټولنو، دولتي او غیر دولتي مؤسساتو کي دنده تر سره کولای سي؛ له سیاسي کړنو، فعالیتونو، حرکتونو، او سیاسي جوړښتونو څخه علمي درک کولای سي، د سیاسي بصیرت وړتیا لري، پر مسلکي نقد او کنجکاوي سربېره زده کړیزو او څېړنیزو فعالیتونو تر سره کولو وړتیا لري

دسیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو څانګي فارغ التحصیل شخص چي څلور کاله یا اته سمستره تحصیلي دوره یا (۱۴۸) کریډیټونه یې پوره کړي وي د پوهي، مهارتونو او سلوک په برخه کي یې لاندي شرایط بشپړه کړي وي

د پوهي په برخه کي

د سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو څانګي فارغ التحصیل د لېسانس په کچه باید په حقوقو، سیاست، نړۍ والو اړیکو، نړۍ والو مسایلو، ډيپلوماسۍ، ادارې، مدیریت رهبرۍ، قونسلي او سفارتي مسایلو، فردي حقوقو ، نړۍ والو حقوقو... وپوهېږي

د مهارتونو په برخه کي

د سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو څانګي فارغ التحصيل باید لږ تر لږه په یوه نړۍ واله ژبه وپوهېږي، اداري مهارتونه ولري، کمپیوټر استفاده کړای سي، علمي پروګرامونه دائر کړای سي

د سلوکو په برخه کي

د سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو څانګي فارغ التحصيل باید د اړوند تخصصي مضامینو او مسلکي مضامینو په هکله وپوهېږي، د افغانستان نافذه قوانینو ته احترام ولري، اکاډمیک اخلاق عملي کړي، اداره او ډيپلوماتیک اخلاق ولري، وطن دوست وي، اسلامي ارزښتونه په نظر کي ونیسي، له تبعیض او تعصب څخه پاک وي

د سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو څانګي فارغ التحصيل پورته تعریف د سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو څانګي (۲) ګڼه پروتوکول غونډه کي په ۱۳۹۹/۱/۱۸ نېټه تائيد سو او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي علمي شورا (۱) پروتوکول غونډه کي په ۱۳۹۹/۱/۲۵ نېټه او د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې علمي شورا (۱) ګڼه پروتوکول غونډه کي په ۱۳۹۹/۱/۲۹ نېټه تائيد سوی دئ