زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د مؤسسې پېژندنه


ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسه د کره انساني، اسلامي، ملي او اخلاقي ارزښتونو په چوکاټ کي د علمي کچي لوړولو او هيواد ته پرمختګ ورکولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت (۵۸) نمبر جواز په اخیستلو سره په (۱۳۹۱/۲/۴ ل.) نېټه د دوو پوهنځیو (معالجوي طب، حقوق او سياسي علوم) په ایجادولو په کندهار لرغوني، سياسي، علمي او فرهنګي ولايت کي تأسيس سوه.

ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسه د چارو تنظیمولو په موخه تر شلو ډېري کمېټې او شوراګاني لري او پرېکړي پکښي د شورائیت له مخي نیول کېږي. همدارنګه په مختلفو اداري واحدونو کي تر (۴۰) ډېر اداري کارمندان لري. عمومي ریاست، مالي او اداري چارو معاونیت، محصلانو چارو معاونیت، علمي چارو معاونیت، طب پوهنځي ریاست، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ریاست د مؤسسې لوی اداري واحدونه دي. په ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسه کي د سهار او ماپښین له خوا درسي چاري مخ ته وړل کېږي.

د علمي پروګرامونو او مرکزونو جزئیات یې په دې ترتیب دي:

  • معالجوي طب پوهنځی
  • کلینیک څانګه
  • پارا کلینیک څانګه
  • حقوق او سیاسي علوم پوهنځی
  • حقوق څانګه
  • سیاسي علوم او نړۍ والي اړیکي څانګه
  • څېړنیز مرکز
  • ژبو مرکز
  • محصلانو خدمات او انسجام مرکز
  • مسلکي پرمختیايي مرکز
  • حقوقي کلینیک آمریت
  • کتابتون عمومي مدیریت
  • څلور (فزیک، بیوشیمي، مایکروبیولوژي، اناټومي) لابراتوارونه
  • عاجل اطاق او درملتون


لېر ليد

ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسه به د هيواد بيا رغولو، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ راوستلو په موخه په مختلفو تحصيلي څانګو کي د معياري تدريس، څېړنو او خدماتو وړاندي کوونکې وي.

رسالت

ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسه په ځانګړو تحصيلي څانګو کي د مسلکي او ژمنو کادرونو روزلو په موخه ښه اکاډميک چاپېريال رامنځ ته کولو له پاره هلي ځلي کوي.

ارزښتونه

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی کول
  • علمي او اکاډميکه سپېڅلتيا ساتل
  • ملي يووالي ته وده ورکول
  • عدالت تطبيقول او مساوات ترويجول
  • د شفافيت ساتل، مسئوليت منل او حساب ورکول
  • صولو ته پابندۍ په مرسته د اولس باور خپلول
  • د محصلانو، اداري کارکوونکو او استادانو تر منځ همږغي راوستل

ستراتيژيکي موخي

  • بنسټیز تأسیسات ودانول
  • مالي او اداري چاري تنظیمول
  • کیفیت لوړول او باور تر لاسه کول
  • د ټولني په پرمختګ کي ونډه اخیستل
  • د مؤسسې ظرفیت لوړول
  • علمي او څېړنیزو فعاليتونو ته وده ورکول