زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د حقوقو څانګي پيژندنه او مرامنامه


د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي حقوقو څانګي په ۱۳۹۱ل. کال د پوهنځي له ایجاد سره سم د لوړو زده کړو وزارت (۸۹) (۱۳۹۱/۱/۲۸) حکم پر بنسټ د کندهار ولایت ۱۱مه ناحیې عینو مېني په ښارګوټي کي فعالیت پیل کړ. په کال ۱۳۹۹ ل. کي د لوړو زده کړو وزرات د نوي نصاب له مخي د څانګي نوم له قضاء او څارنوالي څخه په حقوق بدل سو. حقوق څانګه په ورځ کي دوه وخته (سهار او ماځیګر ) تدریسېري چي تر اوسه یې یوولس دورې فارغان ورکړي دي؛ د فارغانو له ډلي څخه «۱۵۰» تنه نارینه او «۴» تنې ښځینه دي او د برحاله محصلانو شمېر یې تر ۱۴۵ کسانو ډېر دئ

حقوق څانګه پلان لري چي محصلانو او استادانو ته د مالي سرچینو په مرسته د څېړنو زمینه برابره کړي، له دولتي او خصوصي سکتورونو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي، په ټولنه کي علمي فعالیتونه ډېر کړي او د عملي کارونو برخي ته پراختیا ورکړي

حقوق څانګه ټوله دوره څلور کاله (اته سمسټره) ده، ورځنی تدريس یې درې ساعته دئ، یو ساعت یې ۵۰ دقیقې دئ، مضامین او کریډټونه یې په دې ترتیب دي

لیرلید

حقوق څانګه به په ملي کچه د معیاري تدریس، څېړنو، مسلکي څارنوالانو، قاضیانو، او مدافع وکیلانو وړاندي کوونکې وي

رسالت

حقوق څانګه د مسلکي بشري قوې، مؤثره امکاناتو او معیاري تدریس پر مټ د مسلکي څارنوالانو، قاضیانو او مدافع وکیلانو روزلو هڅه کوي

ارزښتونه

  • صداقت، عدالت او مساوات ترویجول
  • متقابل احترام پیاوړی کول
  • د افکارو څرګندوني ته وده ورکول
  • د حقوقو څانګي لا غني کولو په غرض له کورنيو او باندنيو بنسټونو سره ښې اړیکي ساتل
  • په پرېکړو کي کارکوونکو ته فعاله ونډه ورکول او دوی تشويقول
  • له پوهنځي او مؤسسې سره په همږغۍ د حقوق څانګي ستراتېژیک پلان تعقیبول
  • د حقوق څانګي اصول او قوانین مراعتول
  • د ملالۍ تحصيلي مؤسسې او لوړو زده کړو وزارت ټولو قوانینو ته درناوی کول
  • د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اساسي قانون ته ژمنتیا لرل او درناوی یې کول

ستراتيژيکي موخي

د حقوقو څانګي موخه دا ده چي محصلان د اسلام حقوقي نظام له مخي په حقوقي او مسلکي مهارتونو سمبال کړي او همدا راز د افغانستان قوانینو، عرف، نړۍ والو علمي معیارونو له مخي په ملي او نړۍ واله کچه داسي بشري قوه وروزي چي په لاندي برخو کي دندي سر ته ورسولای سي

  • . قضائيه قوه، څارنوالي، دفاع وکالت، ملکي خدماتو، بهرنی سياست
  • . له دولتي او خصوصي شرکتونو او نهادونو سره حقوقي مشاورت
  • . په اداره کي د اسنادو او وثایقو ثبت