د نوم لیکني لارښود
په اول قدم کي مننه در څخه کوو چي د خپل تحصیل له پاره مو خپل علمي کور یا ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسه ټاکلي ده. موږ د غوره تدریس، غوره اکاډمیک چاپېریال او غوره خدماتو ډاډ درکوو
د شمولیت فورم له ډکولو مخکي لاندي لارښوني ولولئ
اکونټ (حساب) جوړول
د اکونټ جوړولو له پاره مو باید د خپلي تذکرې نمبر په یاد وي او په انګلیسي ژبه یې اکونټ ته داخل کړئ
خپل حساب ته داخلېدل
د دې له پاره چي خپل اکونټ ته داخل سئ؛ تاسو باید خپل د تذکرې نمبر، یوزر نېم (User Name)، رمز(Code)، برېښنالیک (E-mail) داخل کړئ
هدایت پاڼه
تر نوم لیکلو مخکي مهرباني وکړئ هدایت پاڼه ولولئ او د ثبت نام په پروسه ځان پوه کړئ بیا وروسته نوم لیکنه وکړئ
د پاڼي ډکول
پاڼه ډکه کړئ، خپل عکس او د مکتب اسناد (شهادتنامه) داخل کړئ او وروسته مخ ته لاړ سئ
د برېښنالیک (E-Mail) تأئیدول
کوم برېښنالیک مو چي په اول قدم کي داخل کړی و، هماغه برېښنالیک ته ورسئ، را خلاص یې کړئ، تاسو به ووینئ چي د تأئیدي پیغام درته سوی دئ او ستاسو ټول معلومات پکښي داخل دي
د ثبت نام فیس
خپل فورم ته داخل سئ او د فیس فورمه ډانلوډ کړئ
د فیس تادیه کولو ډول
ډانلوډ سوې فورمه پرنټ کړئ، زموږ مالي او اداري مدیریت ته راسئ او لیکل سوی مقدار تحویل کړئ
د ثبت نام فیس پاڼه
اول قدم کي د خپل فیس رسید پاڼه سکن کړئ او بیا یې د آنلاین نوم لیکني سیسټم ته اپلوډ کړئ
د ثبت نام مراحل
ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسه به ستاسو پر نوم لیکنه کار پیل کړي، په کوم کي چي ستاسو د اسنادو او معلوماتو تائید کول وي
د کانکور امتحان ته شاملېدل
کله چي ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسه ستاسو اسناد او معلومات تائید کړي تاسو ته ایمیل یا زنګ ووهل سي ترڅو د ازمویني نېټه، وخت، ځای او د شمولیت کارټ راوړلو په اړه معلومات در کړل سي
د کانکور نتیجې اعلانول
د کامیابو محصلانو لېست به ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې ویب پاڼه او نورو ټولنیزو رسنیو کي نشر ته وسپاري، تاسو له هغه وروسته کولای سئ چي د خپل آی ډي نمبر له داخلولو سره سم خپل نتایج ووینئ
د سمستر داخله
انلاین سیسټم به ستاسو اکونټ (حساب) ته د سمستر فیس پاڼه او یو فورم چي ستاسو مکمل شهرت به پکښي ذکر سوی وي در واستوي
د پېژندني کارټ
تاسو به د خپل حساب اصلي رسید د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري معاونیت ته وسپارئ تر څو تاسو ته د پوهنتون ( آی ډي) کارت ووېشل سي