زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

طب پوهنځی




د طب پوهنځي په ) ۴ / ۲ / ۱۳۹۱ لمریز( کال کي ت أسیس سوه. طب پوهنځی په خپل جوړښت کي ریاست، معاونیت، تدریسي مدیریت، اجرائیه مدیریت، د څانګو اجرائیه مدیریت، عاجل اطاق او د څلورو لابراتوارونو مسؤلین لري، همدارنګه طب پوهنځی په دوو څانګو )کلینیک او پاراکلینک( ویشل سوې ده. طب پوهنځي تر اوسه څلور دوري مسلکي کادرونه ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي. طب پوهنځی د ایوبي، سیال، مهمند،سیدال او میاصاحب تشخیصیه کلینیک سره قراردادونه لري او محصلین د عملي زده کړو لپاره یادو روغتونونو ته معرفي کوي. طب پوهنځي د چارو د سمون لپاره لس کمېټې لري او هره کمېټه د خپل پلان له مخي غونډي کوي.

لیرلید

د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې طب پوهنځی غواړي، چي د سيمي او هيواد په کچه د طب په ډګر کي داسي کادرونه وروزي، چي علمي څېړني، خدمات او لاس ته راړوني ئې ددي ځورېدلي ملت د پرمختګ او هوسايني سبب وګرځي.

رسالت

د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې طب پوهنځی تل هڅه کوي، تر څو د هيواد د بچيانو لپاره د مسلکي او اخلاقي معيارونو په رڼا کي د طب په بېلابيلو څانګو کي د علمي پوهي د تر لاسه کولو، شريکولو او عملي کولو له پاره د اکاډيميک چاپيريال زمينه برابره کړي، ت رڅو وکولای سي ګران هيواد د ښه ژوند کولو لپاره وړ ځای وګرځوي.

موخي

  • د معياري لوړو زدکړو ارائه کول .
  • د سيمي ،هيواد او نړى په هر اړخيزه پرمختګ کي ونډه اخيستل
  • د مسلکي کادرونو روزل .
  • د فقر او بيسوادي کچي راټيټول .
  • د داسي ډاکټرانو روزل چي په واقعیت سره زموږ ځوريدلي ولس ته خدمت وکړي

طب پوهنځی ټوله اووه کاله ده، شپږ کاله تدریس او یو کال په روغتون کي عملي کار دئ، چي هر کال دوه سمسټرونه لوستل کيږي. هر سمسټر شپاړس اونۍ دئ، نظري ساعتونه پنځوس ) ۵۰ ( دقیقې او عملي ساعتونه سل ) ۱۰۰ ( دقیقې دي د دورې ټول کريډټ ) ۲۶۰ ( دي. همدارنګه، د هر سميسټر په پای کي ) ٣ ( اونۍ وروستی ازموينو ته ځانګړي سوي دي. په کریډېټ سيسټم کي د کاميابي نمره ) ٥٥ ) ده او ټوله فيصدي بايد تر ) ٦٠ (پورته وي.

د طب پوهنڅي ډیپارټمینټونه

کلینیک ځانګه

کلینیک څانګه له اووم سمسټر څخه ورفففوسته پیل او تر څ وارلسم سمسټر پوري دوام لري، چي پکښي د مسلک اړوند تخصصي مضامین تدریسیږي او د تحصیل ډیره برخه ئې د کلینیک په عملي کار پوري تړلې ده. کلینیک څانګه کي هم څلور دایمي او نور بالمقطع استادان تدریس کوي، چي یاده څانګه هم فارغ ورکوونکې نه ده.

لیرلید

ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې د کلینک څانګه به د هیواد په کچه خپل محصلین او استادان په علمي او مسلکي مهارتونو سمبالوي.

رسالت

د کلینک څانګه په علمي او مسلکي ت وګه خپل محصلین او کادرونه د ع صی زده کړییزو سرچینو څخه په استفادي روزي، ت رڅو په ټولنه کي د ناروغیو تشخیص او تداوي وکړای سي.

پاراکلینک څانګه

پاراکلینیک څانګه د لومړي سمسټر څخه پیل او تر شپږم سمسټر پوري دوام لري، چي پکښي د مسلک اړوند تقویتي او اساسي مضامین تدریسیږي. پاراکلینیک څانګه څلور دایمي استادان او نور بالمقطع استادان لري، همدارنګه یاده څانګه فارغ ورکونکې نه ده.

لیرلید

د پاراکلینیک څانګي محصلین به د پاراکلینیک مضامینو په زده کولو سره د کلینیکي مضامینو د زده کړي لپاره چمتو سي.

رسالت

د محصلینو د روزنیزو پر وګرامونو ترتیب او هم د محصلینو لپاره د داسي شرایطو برابرول تر څو د پاراکلینیک څانګي د اساساتو اړوند پوره پوها وی ولري، په عملي کارونو باندي پوره بلدتیا ولري او د نړېوالو ننګونو سره د علمي مقابلي سیالي وکړای سي.

---

د طب پوهنځي کیټلاق

---