د طب پوهنځي رئیس ډاکټر احمد شاه عمر او د یاد پوهنځي اووم سمسټر محصلانو لهخوا تېره دوشنبه (۱۴۰۳/۲/۱۷ ل.) د کندهار ولایت، ارغنداب ولسوالۍ د تابین په کلي خلکو ته روغتیايي ښوونه وسوه.
د مالګي په مصرف کي احتیاط کول، ډېره بوره او خواږه نه مصرفول، په خوراک کي د ډېرو غوړو نه استعمال او د شخصي حفظالصحې مراعاتول؛ هغه موضوعات وو چي په تړاو یې خلکو ته معلومات ورکړل سول او د دوی پوښتني جواب کړل سوې.
د یاد فعالیت موخه په ټولنه کي د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې ونډه اخیستنه او خلکو ته د عامه مسايلو په تړاو پوهه رسول وو چي له تېرو څو کلونو راهیسي پیل ده او د منظم مهالوېش لهمخي تعقیبېږي.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University