د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې ورزش کمېټې د پلان لهمخي تېره سهشنبه (۱۴۰۳/۲/۱۸ ل.) له اداري فساد سره د مبارزې تر سرلیک لاندي د کریکټ دوولس اوریزه ټورنمنټ د مؤسسې رهبري هیئت لهخوا رسماً پرانیستل سو.
تر لوبي مخکي د محصلانو چارو مرستیال او ورزش کمېټې مسؤل ښاغلي محمد الیاس کریمي د ټورنمنټ په اړه لنډ معلومات ارائه کړل، هغه وویل چي یاد ټورنمنټ کي به د دواړو پوهنځیو دوولس لوبډلي په درو ګروپونو کي ګروپي لوبي کوي او وروسته به حذفي پړاو ته داخلېږي. همدارنګه یې له ټولو ګډون والو څخه وغوښتل چي د لوبو په بهیر کي د نظم و ډسپلین اصولو ته متوجه واوسي او ورزشي اخلاق مراعات کړي.
تر هغه وروسته د ټورنمنټ د پرانیستلو پټۍ د مؤسسې رهبري هیئت له خوا پرې سوه او لومړنۍ لوبه د طب پوهنځي دوو سمسټرونو ترمنځ پیل سوه چي یادي لوبي به هره ورځ یوولس بجي دوام ولري.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University