د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د پلان لهمخي تېره دوشنبه (۱۴۰۳/۲/۱۷ ل.) د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د مبادي حقوقو مضمون علمي سیالۍ د تحریري ازمویني پایلي اعلان او ګټونکو ته یې ډالۍ ورکړل سوې.
مجلس د کلامالله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمتالله نیازي ګټونکو ته مبارکي وویله، د پوهنځي له اداري کارمندانو او استادانو یې مننه وکړه او وېویل چي د محصلانو ترمنځ سالم رقابت ډېري ګټي لري، محصلان باید خپله انرژي او وخت د منفي خبرو پر ځای په دې ډول مثبتو کارونو مصرف کړي.
د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو څانګې آمر او استاد ښاغلي قدرتالله ولي د ازمویني په پروسه، د پارچو د کتلو په مېکانیزم او د ازمویني په موخو خبري وکړې او محصلان یې وهڅول تر څو دا ډول فعالیتونه جاري وساتي.
د مجلس په وروستۍ برخه کي لسو غوره ګټونکو ته د مؤسسې لهخوا ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل سول او مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University