د طب پوهنځي اووم سمسټر محصلانو د یاد پوهنځي د پلان لهمخي پرون دوشنبه (۱۴۰۳/۲/۱۷ ل.) د طب پوهنځي رئیس ډاکټر احمد شاه عمر په مشرۍ د کندهار ولایت، ارغنداب ولسوالۍ د هدیرې له بشپړ روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه.
په پیل کي ډاکټر عمر محصلانو ته د بشپړ روغتیايي مرکزونو د پېژندني په اړه لنډ معلومات ورکړل، د عملي کار په ارزښت یې خبري وکړې او محصلانو ته یې د لیدني پر مهال د مهمو ټکو سپارښتنه وکړه.
د هدیرې بشپړ روغتیايي مرکز آمر ښاغلي ډاکټر رفیع الله آغا محصلانو ته ښه راغلاست ووایه، د هر ډول مرستي ژمنه یې وکړه او محصلان یې په درو ګروپونو ووېشل. تر هغه وروسته د محصلانو هر ګروپ د کلینیک له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه او د هري څانګي مسؤل ډاکټر د خپل کار د ډول په اړه محصلانو ته معلومات او لازمي مشورې ورکړې.
د لیدني موخه محصلان له عملي کار ځایونو سره آشنا کول وو چي دا بهیر له څو کلونو راهیسي جریان لري.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University