د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د پلان لهمخي تېره چهارشنبه (۱۴۰۳/۲/۱۲ ل.) د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د محصلانو ترمنځ د علمي سیالۍ لهپاره تحریري ازموینه واخیستل سوه.
مجلس د کلامالله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو. د علمي چارو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن سعید په پیلیزه وینا کي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي له استادانو او اداري کارمندانو مننه وکړه او وېویل چي دا ډول سیالۍ د محصلانو ترمنځ د ظرفیت لوړلو لهپازه زمینه سازي کوي، محصلان د زده کړو اهمیت ته متوجه کوي او باید دوامداره وساتل سي.
د حقوقو څانګې آمر او استاد ښاغلي عبدالرحمن اڅکزي د سیالۍ د پارچو د حلولو په تړاو له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او ازموینه د ټاکل سوي هیئت په حضور کي را پیل سوه.
یاده ازموینه د مبادي حقوقو په مضمون کي یوه اونۍ مخکي اعلان سوې وه، چي سل ګونو محصلانو ګډون پکښي کړی و، د سیالۍ له تحریري ازمویني وروسته به لسو غوره ګټونکو ته بېلابېلي ډالۍ د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې لهخوا ورکړل سي.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University