د طب پوهنځي استاد ښاغلي شفیع الله شمس لهخوا نن پنجشنبه (۱۴۰۳/۲/۶ ل.) د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د اپرېل ۲۵مې د ملاریا نړۍوالي ورځي په تړاو معلوماتي سمینار محصلان ته ارائه سو.
د ملاریا ناروغۍ پېژندنه، د وروستیو آمارو او ارقامو په اړه ترسره سوې څېړني، د ملاریا ناروغۍ د پرازېټونو پېژندنه، د ناروغۍ علایم او د مخنیوي لاري چاري یې هغه مهم موضوعات وو چي په تړاو یې مهم معلومات له ګډون والو سره شریک کړل سول.
یاد سمینار د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو او فرهنګي چارو کمېټې د پلان لهمخي د طب پوهنځي په مرسته په مسلکي پرمختیايي مرکز کي ارائه سو چي موخه یې د ملاریا وژونکې ناروغۍ په تړاو عامه معلومات خپرول وو.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University