د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د ستراتېژیکو لومړیتوبونو په لړ کي تېره شنبه (۱۴۰۳/۱/۱۸ ل.) د رهبري هیئت، استادانو او اداري کارمندانو لهخوا د عمومي مسجد د بنسټ ډبره کښېښول سوه او د جوړولو چاري یې رسماً پیل سوې.
د پرانیستلو په مراسمو کي یې د مؤسسې عمومي رئیس، درو معاونینو، د پوهنځیو رئیسانو، د دواړو پوهنځیو استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی و.
یاد مسجد به د مؤسسې په انګړ کي د دوو میلیونو افغانیو په لګښت د معیاري ترتیب سوې نقشې لهمخي په پنځهسوه متر مربع ځمکه کي د شپږو میاشتو په بهیر کي جوړ سي چي په یو وخت به د پنځو سوو کسانو د ځایولو ظرفیت ولري.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University