زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د پلان جوړوني او ارزوني په اړه سمینار ارائه سو

1403-1-6

عامه معلومات







د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت لوړاوي کمېټې د پرېکړي له‌مخي د علمي چارو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن سعید له‌خوا د پلان جوړوني، ارزوني او راپور ورکولو تګلارو تر سرلیک لاندي معلوماتي سمینار د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي ټولو اداري کارمندانو ته ارائه سو. مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پيل سو او ورپسې د ښاغلي سعید له‌خوا په لاندي مهمو موضوعاتو معلومات ارائه او د ګډون والو پوښتنو ته جوابونه وویل سول. د پلانونو ډولونه پېژندل (ستراتېژیک پلان، عملیاتي، کاري او تدابیري پلان، انکشافي پلان) د پلانونو د ارزوني تګلاري د راپورونو جوړول او د سپارلو تګلاري یې د سمینار موخه له پلان او راپور سره د اداري کارمندانو آشنا کول وو تر څو په راتلونکي کال کي د یادو سپارښتنو په نظر کي نیولو سره خپل پلانونه او راپورونه جوړ کړي. مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University