Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

محصلانو ستاینغونډه دائره سوه!

1405-9-5

خبري پېښي







د محصلانو د علمي لاسته راوړنو د ستایلو او هڅولو په موخه پرون چهار‌شنبه (۱۴۰۵/۹/۴ ل) د ملالۍ پوهنتون په انګړ کي د محصلانو ستاینغونډه دائره سوه. د پوهنځیو عمومي اول‌، دوهم او درېیم نمره محصلان، د هر صنف اول، دوهم او درېیم نمره محصلان، د پوهنځیو په کچه فعال محصلان، غوره څېړونکي محصلان، د فزیکي او برېښنايي کتابتون څخه ډېره ګټه اخیستونکي محصلان هغه کتګورۍ وي چي محصلان پکښي وستایل سول. مجلس د حافظ مولوي محمود خطیبي له‌خوا د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د محصلانو خدماتو د همږغۍ آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال د ښه راغلاست مقدمه وویله. عمومي رئیس ښاغلي پوهنیار ډاکټر نور خالق نور ممتازو محصلانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د مخدره موادو، چاپېریال او اوبو ساتلو سپارښتني وکړې؛ ښاغلي نور د محصلانو لاسته راوړني د قدر او ستایني وړ وبللي او دوی یې وهڅول چي دا چاره جاري وساتي. د طب پوهنځي ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات ممتازان لا زیار کښلو ته وهڅول، د ظرفیت او کیفیت لوړولو سپارښتني یې ورته وکړې؛ دوی او د دوی کورنیو ته یې مبارکي وړاندي کړه. د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد ښاغلي مفتي سید احمد صابر د غوره محصل په ځانګړتیاوو وږغېد او له ټولو محصلانو یې وغوښتل چي د پوهنتوني زده کړو ترڅنګ اضافي مطالعه او د وخت له ټکنالوژۍ سره ځان بلد کړي. د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي د ستاینغونډي په جوړښت، د ممتازو محصلانو د ټاکل کېدو په معیارونو او د محصلانو خدماتو د همږغۍ مرکز په اړه یې لنډ معلومات شریک کړل. د طب پوهنځي د محصلانو په استازیتوب ښاغلي مطیع الله حقمل خبري وکړې، د پوهنتون د اکاډمیک چاپېریال، استادانو، تدریس کېدونکي نصاب او عملي کارونو ستاینه او له پوهنتون یې مننه وکړه. محمد نسیم رسا دوی ښکلی ترنم واورولو چي له هغه وروسته د پروګرام دوهمه برخه پیل سوه. د پروګرام په دوهمه برخه کي د پوهنتون له خوا اېوارډونه، ستاینلیکونه او نوري ډالۍ ممتازو محصلانو ته چمتو سوې وې چي په لاندي ترتیب ورکړل سول: - د طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو عمومي اول، دوهم او درېیم نمره محصلان. - د طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د هر صنف اول، دوهم او درېیم نمره محصلان. - د طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو غوره څېړونکي محصلان. - د طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو غوره نماینده محصلان. - د ۱۴۰۴ ل. کال په جریان کي له فزیکي او برېښنايي کتابتون څخه ډېره ګټه اخیستونکي محصلان. د یادوني وړ ده چي د محصلانو ستاینغونډه هر کال یو ځل دائرېږي او ګټوونکي یې د تیر سمسټر له مخي ټاکل کېږي. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University