Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د چاپېریال ساتني تر سرلیک لاندي د فوټبال ټورنمنټ پیل سو!

1405-9-1

خبري پېښي







د ملالۍ پوهنتون ورزش کميټې د پلان له مخي تیره یکشنبه (۱۴۰۵/۸/۳۰ ل.) د چاپیریال ساتني تر سرلیک لاندي د خزاني سمسټر محصلانو له پاره د فوټبال لوبلړۍ پیل سوه. د لوبو تر پیل مخکي د محصلانو خدماتو د همږغۍ مرکز آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال د لوبلړۍ اړوند معلومات شریک کړل؛ د لوبو اخلاقي اصول او نزاکتونو اړوند یې مفصلې خبري وکړې او له ټولو یې وغوښتل چي د صمیمیت په فضاء کي لوبي وکړي. له هغه وروسته لومړۍ لوبه پیل سوه چي دا لړۍ به د شلو لوبډلو ترمنځ د دوو نیمو اونیو له پاره دوام ولري او ګټونکي ټیم ته به د لوبلړۍ کپ او ډالۍ ورکول کېږي. ورزشي ټورنمنټونه د محصلانو د سالمي بوختیا په موخه وخت نا وخت دائرېږي تر څو محصلان وکولای سي د نظري او عملي زده کړو تر څنګ بدني روغتیا ته هم متوجه سي. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University