Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

له سنو فارما څخه لیدنه وسوه!

1405-9-2

خبري پېښي







د ملالۍ پوهنتون طب پوهنځي نهم سمسټر محصلانو د طب پوهنځي د پلان له مخي پرون یک‌شنبه (۱۴۰۵/۹/۱ ل.) د کندهار له سنو فارما د درملو له تولیدي فابریکي څخه لیدنه وکړه. د طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات او د استادانو آمر ښاغلي ن. پوهنیار نصیب الله ژمن د محصلانو استازولي کوله چي په پیل کي د سنو فارما د معلوماتو او مارکېټینګ مسؤل ښاغلي احمد الله عُبیدي په لارښوونه د کارخوني په ټولو برخو وګرځېدل سول او د هري برخي اړوند معلومات ورکړل سول. له بیروني سیر څخه وروسته د ښه راغلاست مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت د سنو فارما د غونډو په تالار کي پیل سو؛ د سنو فارما تولیدي فابریکي عمومي رئیس ښاغلي حاجي محمد شعیب صدیقي د ملالۍ پوهنتون استازو او محصلانو ته ښه راغلاست ووایه، د سنو فارما په اړه یې اړین معلومات شریک کړل او ترڅنګ یې د محصلانو ټولي پوښتني جواب کړې. له هغه وروسته محصلانو ته د درملو د تولید پروسې اړوند ټول معلومات په ویډیويي بڼه ښکاره سول. په پای کي د ملالۍ پوهنتون ورغلي هیئت له سنو فارما تولیدي فابریکي څخه مننه وکړه او د ګډو همکاریو ډاډ یې ورکړ، د سنو فارما استازو د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او علمي سیر یې د محصلانو له پاره ګټور وباله. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University