د ملالۍ پوهنتون او کابل برنډ عینک ترمنځ د لاسلیک سوي قرارداد پر بنسټ او ټولني ته د عامه خدمتونو د وړاندي کولو په موخه پرون چهارشنبه (۱۴۰۵/۸/۲۷ ل.) د ملالۍ پوهنتون په روغتیايي کلینیک کي د سترګو معاینه کولو کمپاین د ځانګړي مسلکي ټیم له خوا پیل سو.
د کمپاین تر پیل یوه ورځ مخکي د پوهنتون په عمومي ریاست کي د ښاغلي پوهنیار ډاکټر نور خالق نور او کابل برنډ عینکو د مسؤلینو ترمنځ قرارداد لاسلیک سو، د هماغه قرارداد پر بنسټ یاد کمپاین د استادانو، اداري کارمندانو، محصلانو او د محصلانو د خپلوانو له پاره پیل سو چي پکښي د سترګو معاینه کول، د سترګو نمبر معلومول او د سترګو اړوند د وسایلو په اخیستلو کي دېرش سلنه تخفیف شامل و.
د کمپاین په اوله ورځ استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو په یاد کمپاین کي ګډون وکړ او د ځانګړي ټیم له خوا د دوی سترګي معاینه سوې او د درملني له پاره لاري چاري ور وښودل سوې.
د یادولو وړ ده چي یاد کمپاین به را روانه یکشنبه، د قوس په اوله نېټه د سهار او ماپښين پر وخت هم جریان ولري چي پاته کسان کولای سي مراجعه وکړي.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University