په ټولنه کي د مهمو مسایلو اړوند د عامه پوهاوي په موخه نن سهشنبه (۱۴۰۵/۸/۲۶ ل.) د ملالۍ پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د برېښنايي پیسو او ډیجيټلي تأدیاتو اتحادیې رئیس ښاغلي رحیم شاه آغا د برېښنايي پیسو اړوند مهم سمینار ارائه کړ.
سمینار د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې ښاغلي رحیم شاه آغا د لاندي موضوعاتو اړوند خپل معلومات له ګډون والو سره شریک کړل:
- برېښنايي پیسې څه دي ؟
- د برېښنايي پیسو اړتیا، اهمیت او ارزښت په سیمه ییزه او نړۍ واله کچه څه دئ؟
- د برېښنايي پیسو ځانګړتیاوې او امتیازات څه دي؟
- د برېښنايي پیسو مؤسسې کومې دي او څه ډول خدمات وړاندي کوي؟
د پورته ټولو موضوعاتو اړوند معلومات ارائه سول او له هغه وروسته د برېښنايي پیسو استازو د پوهنتون په انګړ کي خپلي غرفې جوړې کړې او اداري کارمندانو، استادانو او محصلانو ته یې د خپلو خدماتو اړوند معلومات ارائه کړل.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University