Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

په ملالۍ پوهنتون کي د احصائې ادارې روزنیز پروګرام پیل سو!

1405-8-18

خبري پېښي







د ټولني په پرمختګ کي د ونډه اخیستني په موخه ملالۍ پوهنتون د احصائې او معلوماتو ملي ادارې (GSIA) سره د ګډو همکاریو قرارداد لاسلیک کړی و، چي پر بنسټ یې نن دوشنبه (۱۴۰۵/۸/۱۸ ل.) د ملالۍ پوهنتون په عمومي مسجد کي د احصائې او معلوماتو ملي ادارې له خوا د کندهار ولایت د ټولو ولسوالیو شاوخوا شپږ سوه کسانو ته د کلیو د تثبیت او د کورنیو د لېست اخیستني او د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د سر شمېرني روزنیز پروګرام پیل او ګډون‌والو ته مهم ټولنیز، روغتیايي او د عامه پوهاوي پیغامونه بیان سول. پروګرام د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې د احصائې او معلوماتي ملي ادارې د انسجام رئیس ښاغلي قاري عبدالهادي شاکر پیلیزه وینا وکړه؛ د اسلام له نظره یې د سر شمېرني اهمیت بیان کړ، د معلوماتو په را ټولولو کي له ټولو د شفافیت غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چي دا ملي پروسه ده چي باید ډېره په دقت ترسره شي، همدارنګه یې له ملالۍ پوهنتون مننه وکړه چي په دې پروسه کي يې همکاري کړې ده. ورپسې د ملالۍ پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنیار ډاکټر نور خالق نور وینا وکړه؛ راغلو مېلمنو ته یې د ښه راغلاست تر څنګ د هر ډول امکاناتو او آسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه. ښاغلي نور د پوهنتون له ستېج څخه د ټولني وګړو ته عامه معلوماتو د رسولو په موخه د مخدره موادو د استعمال، قاچاق، تولید د ناوړه پایلو او مخنیوي اړوند، د هوا ککړتیا، چاپیریال ساتني او ونو د ساتني اړوند، د ملالۍ پوهنتون د ماموریت اعلامیې او ستراتېژيکو موخو اړوند، د امیر المومنین د ۴۱ ام، ۱۸۹ ام او ۹ ام فرمانونو د مهمو برخو اړوند معلومات له ګډون والو سره شریک کړل. همدارنګه یې د شکر او سینه بغل ناروغۍ د پېژندلو، نښو - نښانو او مخنیوي لارو چارو اړوند لنډ معلومات شریک کړل. د ملالۍ پوهنتون د دعوت او ارشاد مسؤل ښاغلي مولوي فرید احمد هم وینا وکړه؛ ټولو ګډون والو ته یې د صبر، حوصلې، نېکو اخلاقو او شفافیت سپارښتنه وکړه او د امیر المومنین د ۱۷ مې ګڼي فرمان (مهر، حج، ښځو حقوق، مړي او حج مراسمو کي ناوړه دودونه) اړوند مهم ټکي شریک کړل. له هغه وروسته پروګام د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. یاد روزنیز پروګرام چي مخکي په ګڼ شمېر ولایاتو کي ترسره سوی دئ دا ځل به په کندهار ولایت کي پیل سي چي روزنیزه برخه به یې اته ورځي د ملالۍ پوهنتون په یوولسو مجهزو صنفونو کي دوام ولري؛ ملالۍ پوهنتون به د قرارداد له مخي ټول اړین امکانات او سهولتونه ورته آماده کوي. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University