د ملالۍ پوهنتون او د غالب (کابل څانګي) پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم لیک نن چهارشنبه (۱۴۰۵/۸/۱۳ ل.) د ملالۍ پوهنتون د علمي شورا په تالار کي لاسلیک سو.
د مجلس پیل د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت وسو؛ د ملالۍ پوهنتون امتیاز څښتن ښاغلي پوهنمل ډاکټر قدرتالله احمدي خپلي خبري د دواړو لورو د رهبري غړو په معرفت را پیل کړې؛ مېلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه او د علمي دوه اړخیزه همکاریو ډاډ یې ورکړ.
د ملالۍ پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنیار ډاکټر نور خالق نور د ملالۍ پوهنتون د امکاناتو، آسانتیاوو او لاسته راوړنو په اړه له مېلمنو سره معلومات شریک کړل.
د غالب پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور محمد اسحق نوري د غالب پوهنتون پر پېژندنه، لاسته راوړنو او ترسره سوو خدماتو وږغېد، نوموړي له ملالۍ پوهنتون سره د تفاهملیک په لاسلیک کېدو خپله خوښي څرګنده کړه او وېویل چي په دې برخه کي به خپله پوره همکاري کوي.
تر ویناوو وروسته د دواړو لورو استازو په حضور کي د تفاهم لیک ترتیب سوې طرحه لاسلیک سوه.
علمي ظرفیت لوړونه، د نصاب پراختیا، د ګډو څېړنیزو فعالیتونو ترسره کول او... د یاد تفاهملیک مهمي برخي وې چي له مخي به یې دواړه لوري یو له بل سره همکاري کوي.
مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
تر مجلس وروسته راغلو مېلمنو د ملالۍ پوهنتون له خدماتي مرکزونو، لوبغالو، صنفونو او نورو مهمو ځایونو څخه لیدنه وکړه.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University