Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

اګزټ آزموینه کي بریالیو ډاکټرانو ته ستاینغونډه دائره سوه!

1405-8-11

خبري پېښي







د ۱۴۰۵ ل. کال په اګزټ آزموینه کي د ملالۍ پوهنتون طب پوهنځي کامیاب سوو ډاکټرانو ته نن یکشنبه (۱۴۰۵/۸/۱۱ ل.) د مسلکي پرمختيايي مرکز په تالار کي ستاینغونډه دائره سوه. مجلس د کلام‌الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ښاغلي عبدالواسع هڅيال کامیابانو ته د مبارکۍ مقدمه وړاندي کړه او مجلس رسماً پیل سو. د ملالۍ پوهنتون رئیس پوهنیار ډاکټر نور خالق نور د پیلیزي وینا په ترڅ کي کامیابانو ته مبارکي وویله؛ د مسلکي هڅو سپارښتنه یې ورته وکړه، ښاغلي نور وویل چي افغانستان په ډېرو روغتیايي برخو کي مسلکي او روزلي کادرونو ته اړتیا لري. همدارنګه د ملالۍ پوهنتون د ماموریت اعلامیه یې ورته تشریح کړه، د دعوت او ارشاد مهم فرمانونو لنډیز یې بیان کړ، د چاپېریال ساتني او نشه يي توکو د نه استعمال سپارښتني یې ګډون والو ته وکړې. ورپسې د طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات خبري وکړې؛ د طب په برخه کي موجوده ستونزو ته اشاره وکړه او له ټولو ډاکټرانو یې وغوښتل چي په خپلو راتلونکو پلانونو کي ځای ورکړي. د فارغ ډاکټرانو په استازیتوب ډاکټر محب الله تائب خبري وکړې؛ له پوهنتون او استادانو یې مننه وکړه. د پروګرام په وروستیو کي د ملالۍ پوهنتون له خوا ډاکټرانو ته چمتو سوي ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل سوې چي له هغو وروسته مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان او یوټیوب: Malalay University