Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د علمي چارو ارزونه وسوه!

1405-8-9

خبري پېښي

شنبه، د روان ۴۰۵ ل. کال عقرب میاشتي په ۹ مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو د څارني او ارزوني ریاست له خوا مؤظف سوي څلور کسیزه هیئت د ملالۍ پوهنتون، طب پوهنځي، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي له علمي څارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه. محترم مولوي نور الحق حقمل د فوق لیسانس علمي چارو د څارني او ارزوني آمر د پلاوي مشر په توګه، شفیع الله نقشبندي د امارتي لیسانس د پلان او کړنو عمومي مدیر د غړي په توګه، پوهنیار صفت الله حامد د کابل پوهنتون استاد د غړي په توګه او پوهنیار صدیق الله احمدي د ابو علي سینا طبي پوهنتون استاد د غړي په توګه هغه کسان وو چي ارزونه یې ترسره کړه. مقدماتي مجلس د ملالۍ پوهنتون د عمومي ریاست په کاري دفتر کي پیل سو، په پیل کي ښاغلي مولوي نور الحق حقمل خپل کاري پلان تشریح کړ، د علمي چارو په پرمختګ کي د خصوصي پوهنتونونو پر اهمیت وږغېد. د ملالۍ پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنیار ډاکټر نور خالق نور له راغلي پلاوي مننه وکړه، دوی ته یې ښه راغلاست ووایه او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ. له مجلس وروسته ارزونه په طب پوهنځي، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کي پیل سوه، د دې ترڅنګ څېړنیز مرکز، کیفیت لوړاوي، مسلکي پرمختیايي مرکز، استادانو آمریت، د محصلانو د خدماتو مرکز، کتابتون، کمپیوټر لب، مناظرې کلب، حقوقي کلینیک، لابراتوارونه، لوبغالي، د غونډو تالار او نور خدمات او آسانتیاوي وکتل سوې او د چک لېسټ مطابق یې ارزونه وسوه. راغلي هیئت د ملالۍ پوهنتون له موجوده خدماتو څخه خپله خوښي څرګنده کړه او ځیني اصلاحي موارد یې د پوهنتون له رهبري هیئت سره شریک کړل او وې ویل چي د یادي ارزوني پایلي به په نژدي راتلونکي کي له پوهنتون سره شریکي کړل سي. مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان او یوټیوب: Malalay University