د ملالۍ پوهنتون ورزش کمېټې د پلان لهمخي د محصلانو ترمنځ نشه يي توکو ته د نه ویلو تر سرلیک لاندي د کرکیټ ټورنمنټ پیل سوی و چي تیره پنجشنبه (۱۴۰۵/۷/۳۰ ل.) د طب پوهنځي سهار اول سمسټر په بریاپای ته ورسېد.
پای لوبه د طب پوهنځي څلورم باء سمسټر او اول الف سمسټرونو ترمنځ وسوه، په پیل کي اول سمسټر توپوهنه وکړه او مقابل لوري ته یې په ۱۰ اورونو کي د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه، مقابل لوري یاد هدف پوره نه کړ او لوبه یې مقابل ټیم ته وبایله.
تر لوبي وروسته د جوایزو د وېشلو لړۍ پیل سوه، دوو تنو لوبڅارانو ته مننلیکونه ورکړل سول؛ تر څنګ یې د ټورنمنټ غوره توپاچونکی، غوره توپوهونګی، غوره ډګر ساتونکی او د ټورنمنټ غوره لوبغاړي ته د پوهنتون رهبري هیئت لهخوا بېلابېلي ډالۍ ورکړل سوې.
په پای کي د ټورنمنټ اول او دوهم مقام ګټونکو ته کپونه او مډالونه ووېشل سول او ټورنمنټ پای ته ورسېد؛ د ټورنمنټ موخه د محصلانو ترمنځ د بدني روغتیا ساتل او نشه يي توکو ته نه ویل وو.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University