پرون یکشنبه (۴۰۵/۸/۳ ل.) د ملالۍ پوهنتون د کیفیت لوړاوي کمېټې د پرېکړي له مخي په سیدال او ایوبي روغتونونو کي د طب پوهنځي محصلانو د عملي کارونو ارزونه وسوه.
ارزونه د طب پوهنځي د کلینیک څانګي آمر ښاغلي ډاکټر محمود امینزي، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي او د کیفیت لوړاوي آمر ښاغلي عبدالرحمن اڅکزي په مرسته ترسره سوه.
د محصلانو د عملي کارونو له پاره د امکاناتو شتون، د حاضري تعقیب، د محصلانو د رضایت کچه، په بېلابېلو برخو کي د عملي کار آسانتیاوي، په صنفونو او د عملي کار په ځایونو کي د استادانو لارښووني د ارزوني برخي وې چي وارزول سوې. د دې ترڅنګ د محصلانو وړاندیزونه، ستونزي او سپارښتني هم واورېدل سوې او له مسؤلانو سره شریکي سوې.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University