نن یکشنبه (۱۴۰۵/۸/۳ ل.) د ژبو او مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د طب پوهنځي د پلان له مخي د یاد پوهنځي استاد پوهنمل ډاکټر محمد هارون ستانکزي لهخوا د پولیو نړۍوالي ورځي په مناسبت د یادي ناروغۍ اړوند مهم معلوماتي سمینار ارائه کړ.
سمینار د کلامالله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې ښاغلي ستانکزي په دې موضوعات خپل مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل:
پولیو څه ده؟ د پولیو احصائیه په افغانستان کي څه ډول ده؟ د پولیو ناروغانو علایم او نښي څه دي؟ څنګه له پولیو څخه پاکه ټولنه جوړلای سو؟ او....
د سمینار موخه د اکتوبر ۲۴ مه د پولیو نړۍواله ورځ لمانځل و، په سمینار کي د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو ګډون کړی و، چي په پای کي یې د موضوع په تړاو له روزونکي څخه خپلي پوښتني مطرح کړې او د روزونکي له خوا جوابونه ورکړل سول.
مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University