Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د کیفیت لوړاوي شپږم مجلس دائر سو!

1405-8-1

خبري پېښي







د شورا ګانو او کمېټو د مهالوېش له مخي د کیفیت لوړاوي شپږم مجلس تیره چهار‌شنبه (۱۴۰۵/۷/۲۹ ل.) د غونډو په تالار کي د عمومي رئیس ښاغلي پوهنیار ډاکټر نور خالق نور په مشرۍ دائر سو. غونډه د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه، په پیل کي عمومي رئیس د کیفیت لوړاوي د ارزښت او اهمیت په اړه مهمي خبري وکړې او ټولو غړو ته یې د کیفیت ساتلو او لوړولو سپارښتني وکړې؛ له هغه وروسته د کیفیت لوړاوي آمر ښاغلي عبدالرحمن اڅکزي د تیري کميټې د پرېکړو د اجراأتو په اړه معلومات وړاندي کړل. د دې ترڅنګ په لاندي موضوعات بحث او په اړه یې لازمي پرېکړي ونیول سوې: - د کیفیت لوړاوي د فرعي کمېټو راپورونه تأییدول - د تدریسي کیفیت لوړاوي اړوند بحث کول - د پالیسیو او طرزالعملونو ارزونه ترسره کول - د پلانونو او راپورونو د ارزوني راپور شریکول او.... مجلس مسؤلو کسانو ته د کارونو له سپارلو او دعاء وروسته پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University