Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د میزان میاشتي ممتاز محصل!

1405-7-30

ممتاز استادان، کارمندان او محصلان

د ۱۴۰۵ ل. کال، د میزان میاشتي ممتاز محصل ښاغلی جاوید عطار د وحید الکوزي زوی دئ. عطار اوس د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو څانګي د شپږم سمسټر محصل دئ چي په پنځم سمسټر کي د ټولګي اول‌نمره سوی و. عطار په ۱۳۹۸ ل. کال کي د شهید عبدالقدیم پټیال عالي لېسي څخه فارغ سوی دئ او د ښوونځي پر مهال یې ګڼ شمېر ستاینلیکونه په بېلابېلو برخو کي ترلاسه کړي دي. د دې ترڅنګ یې د انګلیسي ژبي او کمپیوټر په مختلفو پروګرامونو کي زده کړي دي. ښاغلی عطار د تحصیل او ملالۍ پوهنتون اړوند داسي لیکي: یوازينۍ لاره چي د ولسونو د پرمختګ او هوساینې لامل ګرځي هغه تعلیم او تحصیل دئ، کوم ولسونه چي دې برخي ته توجه نه کوي هغه د وخت په تیرېدو سره له منځه ځي او له سقوط سره مخامخ کېږي. ملالۍ پوهنتون د علم او پوهي لوړه مرجع ده چي هر کال ټولني ته تکړه علمي کادرونه معرفي کوي، زه خوښ یم چي دلته تحصیل کوم. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University