Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

علمي شورا دائره سوه!

1405-7-29

خبري پېښي







د ملالۍ پوهنتون لسمه علمي شورا د عمومي رئیس ښاغلي پوهنیار ډاکټر نور خالق نور په مشرۍ نن چهارشنبه (۱۴۰۵/۷/۲۹ ل.) د غونډو په تالار کي دائره سوه. مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې د دعوت او ارشاد مسؤل ښاغلي مولوي فرید احمد د علمي شورا ګډون‌والو ته د دیني او دنیوي چارو اړوند ارزښتناکه خبري وکړې او خپلي سپارښتني یې ورسره شریکي کړې. له هغه وروسته ښاغلي ډاکټر نور د مجلس په آجنډا بحث را پیل کړ، د علمي شورا منشي ښاغلي ن. پوهنیار نصیب الله ژمن د تیر مجلس پریکړو ته کتنه وکړه او د تطبیق راپور یې له ګډون والو سره شریک سو. د آجنډا مطابق عمومي رئیس ښاغلي پوهنیار ډاکټر نور خالق نور، د محصلانو چارو مرستیال ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي او د اداري او مالي چارو مرستیال حبیب رسول سیدي د خپلو میاشتنیو فعالیتونو راپورونه واورل. ورپسې د طب، حقوقو او سیاسي پوهنځیو رئیسانو د پوهنځیو د علمي شورا ګانو راپورونه شریک کړل. د نوو علمي پروګرامونو د ایجاد پروسه تعقیبول د ظرفیت لوړولو پالیسي اړوند بحث کول د علمي کادر غړو د علمي ترفیعاتو اړوند بحث کول د کمېټو او شوراګانو موجوده جوړښتونه مدیریت کول د مجلس مهم موضوعات وو چي په اړه یې بحث او لازمي پرېکړي وسوې. د دې ترڅنګ د اصلي کمېټو پرېکړي وکتل سوې او له بحث وروسته تأیید سوې. مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University