د طب پوهنځي د ستراتېژيک پلان د تدوین، توحید، تطبیق او نظارت کميټې د پلان له مخي پرون دوشنبه (۱۴۰۵/۷/۲۷ ل.) د ژبو او مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د ۳۰ کانکور له لاري کامیاب سوو محصلانو ته د طب پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان معلوماتي سمینار د پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات له خوا ارائه سو.
د ملالۍ پوهنتون او طب پوهنځي پېژندنه، پنځه کلن اهداف، ستراتېژياني، لاسته راوړني، خدمات؛ تېر ستراتېژيک پلان ته لنډه کتنه او د لاسته راوړنو لنډیز یې، د نوي ستراتېژيک پلان پېژندل او په هغه کي ټول مهم موضوعات هغه معلومات وو چي له محصلانو سره شریک کړل سول او د دوی پوښتنې جواب کړل سوې. مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University