Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د کرکیټ ټورنمنټ پیل سو!

1405-7-23

خبري پېښي







د ورزش کمېټې د پلان له مخي تیره پنجشنبه (۱۴۰۵/۷/۱۶ ل.) له نشه يي توکو سره د مبارزې تر سرلیک لاندي د محصلانو ۱۲ اوریزه کرکیټ ټورنمنټ د ملالۍ پوهنتون د کرکیټ په لوبغالي کي پیل سو. د محصلانو خدماتو د همږغۍ مرکز آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال له ټولو محصلانو څخه وغوښتل چي په دوستانه فضاء کي لوبي وکړي او د لوبو ټول اصول مراعات کړي. د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه، د ټورنمنټ په څرنګوالي یې خبري وکړې او ټول محصلان يې وهڅول تر څو د ټورنمنټ په لوبو کي ټول اخلاقي موارد مراعات کړي، له ویناوو وروسته د لوبڅارانو په مرسته ټاس واچول سو او د لوبو جریان پیل سو. د یادولو وړ ده چي په ټورنمنټ کي ۱۶ لوبډلي شتون لري چي په پیل کي به ګروپي لوبي او ورپسې به حذفي لوبي کوي. ټورنمنټ د محصلانو بدني روزني او له نشه یي توکو څخه د مخنیوي په موخه جوړ سوی دئ چي هر سمسټر د مهالوېش مطابق ترسره کېږي. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University