Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

له پوهنتون څخه لیدنه وسوه!

1405-7-23

خبري پېښي







د حق افغان‌ عالي لېسي استادانو او زده کوونکو تېره پنجشنبه (۱۴۰۵/۷/۱۶) له ملالۍ پوهنتون څخه لیدنه وکړه. راغلو استادانو او زده کوونکو ته په لومړي قدم کي د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د ښه راغلاست مجلس ترتیب سوی و، د محصلانو خدماتو د همږغۍ مرکز آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، د پوهنتون په اړه یې معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چي ملالۍ پوهنتون په تحصیلي او تعلیمي برخو کي ستاسو هر ډول خدمت ته چمتو دئ. د حق افغان لېسي په استازیتوب یو تن استاد خبري وکړې؛ له پوهنتون څخه یې مننه وکړه او وې ویل چي د لوړو زده کړو له مرکزونو څخه لیدني زموږ د تعلیمي نظام مهمه برخه ده چي کولای سي زده کوونکو ته د زده کړو اړوند لوړه انګیزه ورکړي. د ملالۍ پوهنتون د طب پوهنځي یو تن محصل او د حق افغان لېسي استاد ښاغلي رحماني ذکي زده کوونکو د ډاکټر کیدو سفر تر سرلیک لاندي مهم سیمنار ارائه کړ او زده کوونکي یې لوړو زده کړو ته وهڅول. له هغه وروسته استادانو او زده کوونکو د پوهنتون لابراتوارونه، سکېل لب، عاجل اطاق، درملتون، عمومي کتابتون، کمپیوټر لب، مناظرې کلب او د تمثیلي محکمې له تالار څخه لیدنه وکړه چي د ټولو برخو مسؤلینو د خپلو کارونو او مسؤلیتونو اړوند له راغلو مېلمنو سره معلومات شریک کړل. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University