Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

له ملالۍ پوهنتون څخه لیدنه وسوه!

1405-7-20

خبري پېښي







د یما خصوصي ښوونځي استادانو او زده کوونکو تیره چهارشنبه (۱۴۰۵/۷/۱۵ ل.) له ملالۍ پوهنتون څخه لیدنه وکړه. په پیل کي د دوی له‌پاره د ښه راغلاست او معلوماتي سمینار مجلس دائر سوی و، مجلس د کلام‌الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د محصلانو خدماتو د همږغۍ مرکز آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ملالۍ پوهنتون په اړه لنډ معلومات ورکړل او د هر ډول مرستو ژمنه یې ورسره وکړه. د یما خصوصي ښوونځي مسؤل له ملالۍ پوهنتون څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چي دا ډول فعالیتونه زموږ په څېر ادارو ته خورا اهمیت لرونکي دي چي باید دوامداره وساتل سي. د پروګرام په دوهمه برخه کي د یما خصوصي ښوونځي اداري پلاوي او شاګردانو د پوهنتون له لابراتوارونو، روغتیايي کلینیک، سکېل لب، عاجل اطاق، درملتون، عمومي کتابتون، کمپیوټر لب، مناظرې کلب، تمثیلي محکمې تالار او د لوبو له‌ میدانونو څخه لیدني وکړي او د هر بخش مسؤل د خپل کاري چاپېریال په تړاو له دوی سره معلومات شریک کړل. د یاد علمي سیر موخه د دواړو لورو ترمنځ د علمي همکاریو تقویه کول او د ښوونځي شاګردان له پوهنتوني چاپېریال سره آشنا کول وو. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University