Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

نوو محصلانو ته د لېسانس مقررې سمینار ارائه سو!

1405-7-23

خبري پېښي







د ۳۰ کانکور له لاري کامیاب سوو محصلانو ته تېره شنبه (۱۴۰۵/۷/۱۱ ل.) د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د لیسانس زده کړو مقررې اړوند معلوماتي سمینار د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي له خوا ارائه سو. مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې ښاغلي کریمي نوو محصلانو ته د لېسانس مقرره تشریح کړه، تر څو نوي محصلان د ازموینو، کریډټونو او اړوند مسایلو سره آشنا سي. کریډټونه څه دي؟ آزموینه څه ده او څه ډول اخیستل کېږي؟ تبدیلي، تأجیل او نور اړوند احکام څه ډول تطبیقېږي؟ دا ټول هغه موارد وو چي د سمینار په ترڅ کي یې په اړه مفصل معلومات له محصلانو سره شریک سول. د یاد سمینار موخه نوي محصلان له مهمو قوانینو، طرزالعملونو او پالیسیانو سره آشنا کول وو تر څو د تحصیلي بهیر په وروستیو کي له تخطیو څخه ځان وساتي، د پوهنتون له لویو موخو خبر و اوسي او د کیفیت لوړاوي په چارو کي ځان دخیل وبولي. سمینار د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University