د ملالۍ پوهنتون د پلان او پالیسي آمریت د پلان له مخي پرون چهارشنبه (۱۴۰۵/۷/۲۲ ل.) د غونډو په تالار کي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار ګلاب الدین نوري له خوا د ستراتېژيک، عملیاتي او کاري پلانونو د ارزوني ورکشاپ ارائه سو.
سمینار د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې د پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور نور خالق نور پیلیزه وینا وکړه؛ د پلانونو په ارزښت وږغید، له روزونکي او ګډون والو څخه یې د ګډون له کبله مننه وکړه او وې ویل چي په دې برخه کي به عملاً کارونه پیل سي.
تر ویناوو وروسته ښاغلي نوري د لاندي موضوعاتو په تړاو مهم معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل:
- پلان پيژندنه
- د پلانونو ډولونه
- ستراتېژيک پلان، عملیاتي او کاري پلانونه
- د پلانونو د ارزوني تګلاري
- د پلانونو د ارزوني معیارونه
او...
په سمینار کي د ملالۍ پوهنتون رهبري هیئت، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی و چي د عملي کار په کولو او د دعاء له ویلو وروسته پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University