Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

له ملالۍ پوهنتون څخه لیدنه وسوه!

1405-7-20

خبري پېښي







د روزګان ولایت پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او د بېلابېلو پوهنځیو محصلانو د خپل علمي سیر په بهیر کي تیره دو‌شنبه (۱۴۰۵/۷/۲۰ ل.) له ملالۍ پوهنتون څخه لیدنه وکړه. راغلو مېلمنو ته د علمي شورا په تالار کي د بدرګه کولو مجلس دائر سوی و، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، د پوهنتون په اړه یې لنډ معلومات ورکړل او د پوهنتون د راتلونکو پلانونو په اړه وږغېد. له هغه وروسته د روزګان پوهنتون په استازیتوب ښاغلي پوهندوی سید ولي صدیقي خبري وکړې، د پوهنتونونو ترمنځ یې ګډي علمي اړیکي وستایلي او زیاته یې کړه چي دا ډول اړیکو د دواړو لورو له پاره د تجاربو شریکولو لوی فرصتونه برابروي. اداري شعبې، خدماتي مراکز، عمومي کتابتون او کمپیوټر لب، د طب پوهنځي عملي کار ځایونه، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي عملي کار ځایونه او لوبغالي هغه ځایونه وو چي د راغلو مېلمنو له خوا وکتل سول او د اړوند ادارو مسؤلینو خپل معلومات له مېلمنو سره شریک کړل. په پای کي د روزګان پوهنتون راغلو مېلمنو د ملالۍ پوهنتون له مېلمه پالني مننه وکړه او زیاته یې کړه چي د ملالۍ پوهنتون په لیدو خوښ سول چي دا ډول علمي بنسټونه په افغانستان کي تحصیلي خدمات وړاندي کوي. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University