د لوړو زده کړو وزارت د حکم پر بنسټ د ملالۍ پوهنتون عمومي ریاست له پاره ښاغلی دوکتور نور خالق نور د عمومي رئیس په توګه د یوه مجلس په ترڅ کي پرون دوشنبه (۱۴۰۵/۷/۲۰ ل.) اداري کارمندانو ته معرفي سو.
مجلس د کلام الله د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې د پوهنتون د امتیاز خاوند ښاغلي پوهنمل ډاکټر قدرت الله احمدي پیلیزه وینا وکړه؛ نوي رئیس ته يې ښه راغلاست ووایه، د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ او د پوهنتون، اداري کارمندانو او د پوهنتون د لومړیتوبونو په اړه یې معلومات شریک کړل.
له هغه وروسته د پوهنتون د امتیاز خاوند ښاغلي ډاکټر خلیل احمد کاکړ وینا وکړه؛ نوي رئیس ته یې د مبارکۍ تر څنګ د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چي ملالۍ پوهنتون د تل په څېر هڅه کوي تر څو غوره تحصیلي خدمات چمتو او ټولني ته یې وړاندي کړي.
ورپسې نوي عمومي رئیس ښاغلي دوکتور نور خالق نور وینا وکړه؛ د پوهنتون له رهبرۍ یې مننه وکړه، د موجوده ټیم په مسلکیتوب یې خوښي څرګنده کړه، له ټولو کارمندانو سره یې معرفت وکړ او وې ویل چي ډېر ژر به د همدې ټیم په مرسته د سازمان لومړیتوبونه تعقیب کړي.
د اداري او مالي چارو مرستیال ښاغلي حبیبرسول سیدي د لوړو زده کړو وزارت مکتوب قراعت کړ او له هغه وروسته رئیس خپل کاري دفتر ته معرفي کړل سو.
مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University