د ملالۍ پوهنتون او عمر سادات معالجوي روغتون ترمنځ د روغتیايي او څېړنیزو ګډو همکاریو تفاهملیک تیره شنبه (۱۴۰۵/۷/۱۱ ل.) د عمر سادات روغتون د ریاست مقام په دفتر کي د دواړو لورو استازو په حضور کي لاسلیک سو.
مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، په پیل کي د ملالۍ پوهنتون طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات وینا وکړه؛ د ګډو همکاریو په ګټو یې خبرې وکړې؛ د ملالۍ پوهنتون د لاسته راوړنو معلومات یې شریک کړل او د هر ډول قانوني همکاریو ډاډ یې ورکړ.
د ملالۍ پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي د محصلانو د عملي کارونو په څرنګوالي خبري وکړې، د روغتون له ادارې یې مننه وکړه او وې ویل چي محصلان د عملي کار له پاره ډېره لېوالتیا لري چي موږ يې په اړه هوډمن کار کوو.
د عمر سادات معالجوي روغتون رئیس ښاغلي ډاکټر سید روح الله د روغتون په اړه معلومات شریک کړل؛ د تفاهم لیک او ګډو همکاریو په باب خوښي څرګنده کړه او وې ویل چي دا ډول فعالیتونه به د محصلانو د ښې روزني په موخه لا ګړندي ساتي.
د مجلس په پای کي د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم لیک چمتو سوې طرحه لاسلیک سوه او مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University