پرون یکشنبه (۱۴۰۵/۷/۱۹) د ژبو او مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د طب پوهنځي د پلان له مخي د یاد پوهنځي استاد او د رواني روغتیا متخصص ښاغلي ډاکټر احمد جان حیدري مهم معلوماتي سمینار ارائه کړ.
سمینار د کلامالله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې ښاغلي حیدري په دې موضوعات خپل مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل:
صحت څه دئ؟ رواني صحت څه دئ؟ د رواني صحت خطري فکټورونه کوم دي؟ رواني ناروغان کوم علایم لري او کوم ډولونه لري؟ او څنګه کولای سو له رواني ناروغیو څخه ځانونه وساتو؟
د سمینار موخه د اکتوبر ۱۰ مه د رواني صحت نړۍواله ورځ لمانځل و، په سمینار کي د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو ګډون کړی و، چي په پای کي یې د موضوع په تړاو له روزونکي څخه خپلي پوښتني مطرح کړې او د روزونکي له خوا جوابونه ورکړل سول.
مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University