د برېښنايي زده کړو کمېټې د پلان له مخي پرون شنبه (۱۴۰۵/۶/۲۱ ل.) د غونډو په تالار کي د علمي چاپیریال په برخه کي د مصنوعي ځیرکتیا اغېز او کاروني اړوند معلوماتي سمینار د ښاغلي مُحب الله سیال له خوا ارائه سو.
مجلس د کلامالله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې ښاغلي سیال په لاندي مهمو ټکو خبري وکړې:
- د مصنوعي ځیرکتیا پېژندنه، موخي او اهمیت
- په اوسني عصر کي د مصنوعي ځیرکتیا اړتیا
- مصنوعي ځیرکتیا او په علمي چاپیریال کي یې د کارولو څرنګوالی
- د مصنوعي ځیرکتیا له پاره لازم تدابیر نیول
او...
په سمینار کي د ملالۍ پوهنتون رهبري هیت، استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو ګډون کړی و چي د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University